امنیت

په هرات کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانوترمنځ جګړه شوې ده

کابل /د غويي ٣٠مه /باختر
هرات تېره شپه د افغان ځواکونواو د وسله والوطالبانوترمنځ د نويو جګړو ډګر و.
دغه جګړې د پښتون زرغون، ادرسکن او د شينډنډ په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
د هرات يوامنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول، خوطالبان وايي چې په هرات کې د جګړوپه بهيرکې څوتنه افغان ځواکونه يې وژلي دي.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو په هرات کې د ٢٠ ماينونو په کشف اوشنډولوسره د يولړچاودنومخه ونيوله.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته