خبرونهامنیت

په ننګرهارکې د طالبانو د توغنديو په برید کې پنځه ماشومان شهیدان شول

 کابل / د زمري لومړۍ / باختر

پنځه ماشومان په ننګرهارکې د طالبانو له لوري د توغنديو د توغولوپه پایله کې شهیدان  او څه نا څه ۲ نورټپیان شول.

دغه پېښه تېرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو په اچین ولسوالۍ کې د اوسېدونکوپه کورونو د توغنديو برید وکړ.

د ننګرهارد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره  وسله وال طالبان د دغه برید مسوول وباله.

په همدې حال کې د ننګرهارپه مرکزي روغتون کې ډاکترانو د دغې پېښې د یوټپي روغتیايي حالت خراب بللی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته