امنیت

داسلامي هيوادونو بين الپارلماني اتحاديې ځانمرګي بريدونه ناروا وبلل

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٧ :
داسلامي هيوادونو دبين الپارلماني اتحاديې په اتمه غونډه کې چې په دې وروستيو وختو کې  دسودان په خرطوم  ښارکې جوړه شوه دافغانستان دپارلماني هيئت په وړانديز دځانمرګو بريدونو ترسره کول ناروا وبلل شول او مقدسه اماکنو ته دسپکاوي په جمله کې ددغو غونډو په پريکړه ليک کې شامل شول.
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دغه غونډه  چې دروان کال دمرغومې دمياشتې له  ٢٨ نيټې  څخه  دسلواغې تردريمې نيټې پورې په سودان کې  جوړه شوې وه دملي شورا داستول شوي هيئت رييس سناتور حافظ عبدالقيوم ددغې اتحاديې  له غړو پارلمانونو څخه وغوښتل چې دسولې اوثبات په تامينولو کې دافغانستان له خلکو سره همکاري وکړي اوپه دغه هيواد کې  ددولت دسولې دبهير ملاتړ وکړي.
ده دغه راز دغونډې له برخه والو څخه وغوښتل چې ځانمرګي پديده چې  دوسله والو مخالفينو له خوا آن په جوماتونو او مقدسه اماکنو کې ترسره کيږي وغندي او دغونډو په پريکړه ليک کې شامل شي چې دغه بلنه دغونډې دبرخه والو دهرکلي وړ  وگرځيده او د غونډې په پريکړه ليک کې شامله شوه.
دغه راز دافغانستان پارلماني هيئت ددغې غونډې ترڅنګ دسعودي عربستان ، الجزاير،. آذربايجان ، ليبيا ،  فلسطين  اودسينګال هيوادونو  له پارلماني هيئتونو سره دافغانستان  دسولې په بهيرکې دهمکاري  او دغو هيوادونو او افغانستان ترمنځ  دپارلماني اړيکو دټينګښت په ګډون دبيلابيلو موضوغګانو په باب خبرې وکړې.
داسلامي هيوادونو بين الپارلماني اتحاديه  په  ١٣٧٨ هجري لمريز کال کې په تهران کې  جوړه شوه  چې اوس  ٥٣ غړي لري او ٢١  نورسازمانونه دکتوونکو غړو په توګه په دغې اتحاديه کې شتون لري دغه  اتحاديه  عمومي مجمع ، اجرائيه کميټه ، څلور تخصصي کميټې  اودارلانشا لري.
افغانستان هم  په  ١٣٧٨ هجري لمريزکال کې دهغه غړيتوب ترلاسه کړ .
ددغه هيئت په ترکيب کې سناتور خالقداد بلاغي ، دولسي جرګې غړي معلم چاري رحيمي او دمشرانو جرګې  ددارلانشا دتقنين دچارو رييس عبدالواسع فتاح شامل وو .
ديوبل خبرله مخې ،  دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن ددوى دحقابي دتلف کيدو په باب دجوزجان ولايت دڅلورو ولسواليو داوسيدونکو شکايتونه واوريدل.
په دې کتنه کې چې سناتور بايمراد قوينلي اودولسي جرګې غړي حاجي اسمعيل هم ګډون کړي و ددغه ولايت  داقچې ، منګجک ، مرديانو او خانقا دولسواليو  سپين ږيرو   داوبو په تګلوري کې دخپلو زراعتي ځمکو دحق ابې دتلف کيدو له امله شکايت وکړ او ويې ويل  ددوى ځمکې چې دبلخ ولايت له نهو  ويالو څخه خړوبيږي له څه مودې را په دې  خوا ددغو اوبو په تګلوري کې  دزبرځواکو له خوا دواټرپمپونو او نورو لارو څخه  گرځول کيږي چې هم ددوى دماليې ورکولو ځمکو ته اوبه او خلکو ته دڅښاک اوبه نه رسيږي او هرکال کروندې يې له منځه ځي.
دسنامجلس لومړي نايب ددوى دشکايتونو  په اوريدو سره وويل چې ډير ژر به ددغې موضوع دحل کولو لپاره  به دماليې ، کرنې ، انرژي او اوبو  دوزيرانو اودبلخ  او جوزجان دواليانو په ګډون مشورتي غونډه  جوړه کړي او ټينګاريې وکړ چې دموضوع ترحل کولو پورې دهغوى حق آبه تلف نه شي .
دغه راز دمشرانو جرګې  لومړي نايب دکابل دجنايي تحقيقاتو درييس دپوليسو دپنځلسمې حوزې دآمر ، دمعمارشهر دساختماني شرکت  درييس او دکور جوړولو دفابريکې  دپخواني  رييس په شتون کې دقصبې دموټر پلورونکو شکايت واوريد.
په دې غونډه کې څو تنو دنورو په استازيتوب په داسې حال کې  چې دقصبې داثبات په اړونديې ځينې تصويرونه اومدرکونه په واک کې لرل ويې ويل  دغه ساحه پخوا دکابل ښاروالۍ  له  خوا په دوى ويشل شوې ده خو څه موده مخکې دمعمار شهر دساختماني شرکت ساتونکو په دې ساحه  کې  دسړک جوړولو په مقصد له مخکې خبرتيا پرته دوى ته دسپکاوي په ترڅ کې په دوى يرغل کړي او په سلګونو ډزوسره  ددغې ساحې په موټرو بريد کړي دي  چې دوى ته دزيات مالي  زيان سبب شوي دي  دخپل حيثيت داعاده کولو اودزيان دجبيره کولو غوښتنه  وکړه.
په دې غونډه کې دغو مسوولينو ددغې پيښې له امله  دخواشيني دڅرگندولو په ترڅ کې  ژمنه وکړه له هغو کسانو سره به چې دغه شان عمل يې کړي دي قانوني چلند وشي .
دمشرانو جرګې لومړي نايب په داسې حال کې  چې ددغې جرګې منشي مولوي عبدالولى راجي اوسناتور ملامحمدفيضي هم  حاضر و څرگنده کړه دقضيې اړونده لورې دې دزيانونو په پام کې نيولو سره  دخبرو له لارې دغه ستونزه پاى ته  ورسوي چې دشخړو دلورو دتائيد وړ وگرځيد.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته