امنیت

په روزګان کې ددښمن زياتره وژل شوي کسان بهرنيان او دطالبانو قوماندانان و.

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
په رارسېدلوخبرونوکې ويل شوي دي  چې په روزګان کې ددښمن په مرکز په وروستي مرګانى بريد کې زياتره وژل شوي کسان بهرني جګړه ماران  او دطالبانو دډلې  قوماندانان و .
  دپنجشنبې په شپه  دروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې دطالبانو په يوه مرکز ټيک  هغه وخت له ځمکې او هوا څخه برېدونه وشول  چې  دطالبانودډلې جګپوړي قوماندانان  دهېواد دجنوب  له بېلابېلو سيمو څخه  دډار اچوونکوبرېدونو دپلان جوړولو لپاره راټول شوي و .
  درارسېدلو خبرونوله مخې ،  پوځيانو دطالبانو په دغې سترې غونډې  په پوهېدو سره  دناتو دهوايي ځواکونو په ملاتړ  په بريد لاس پورې کړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو برېدونوکې  څه ناڅه پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي دي . 
هغه وويل چې په وژل شويو کسانو کې  دطالبانو دډلې  يوولس  پاکستاني  جګړه ماران او هم  ددغې ډلې  اته جګپوړي قوماندانان شامل دي .
  دطالبانو په مرکز په دې بريد کې  دهغوى  ټول جنګي تجهيزات له منځه تللي دي .
  دطالبانو ډلې  تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
ختم _ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته