کابل باختر دمرغومي شپږمه :
دفوټبال دبي دګروپونو سيالۍ نن په کابل کې دبهارک دځوانانو او دالفت دځوانانو په لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل: په کابل کې دفوټبال دبې دګروپونو سيالۍ ددوه ديرشو ټيمونوپه ګډون په غازي لوبغالي کي پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې دبريښنا شرکت ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره دپامير پر ټيم بريالى شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ