روغتیا

په نشه يي توکو د روږدو کسانو کمښت د عامې روغتيا وزارت يو لومړيتوب دى

کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح په هغه يو ورځني ورکشاپ کې چې د امريکا غږ په نوښت ( د نشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې د رسنيو رول) تر عنوان لاندې جوړ شوی و، وويل: د نشه يي توکو د زيانونو په اړوند د خلکو د پوهاوى په لوړولو کې د رسنيو رول مهم دى.
هغه د امريکاغږ د دغه نوښت قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو کمښت او د هغوى درملنه د عامې روغتيا وزارت يو لومړيتوب دى او په دې برخه کې د روغتيايي برخې هلې خلې دوام لري.
هغه دغه راز يوازې د عامې روغتيا وزارت له خوا د نشه يي توکو له ناوړې پديدې سره مبارزه سخت کار وباله او له اړوندو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې په دغه کار کې يوموټي شي.
همدارنګه د کابل والي محمد يعقوب حيدري په نشه يي توکو روږدي کسان هېواد ته يوه ستره ستونزه وبلله او له مسوولو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د روږدو کسانو د کمښت په خاطر له روغتيايي برخې سره همکاري وکړي.
د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ٨٢ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته