ټولنه

د اخلاقي فساد په تور د يوې ښځې او نارينه مجازات

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
يوه ښځه او يو نارينه د اخلاقي فساد په تور د هرات د ښاری محکمې له خوا په سزا محکوم شول.
څه موده مخکې يوه ميرمن له يوه پردی سړی سره د خپله ميړه له کورڅخه تښتيدلې وه او د هرات ښار په مربوطاتوکې له يوبل سړي سره يې ژوند کاوه چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوه او د ښاري محکمې په علني غونډه کې يې هر يوه د پنځو کلونو او شپږ مياشتو د تنفيذي بند په سزا محکوم شول.
دغه قضايي علني غونډه د ښاري محکمې د رييس قضاوتمند محمد شعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې د زنا او غلا په قضيوکې د دريو تنو نورو تورنوکسانو دوسيې هم وڅيړلې شوې دي چې د تنفيذي بند په سزا محکوم شول.
په قانوني موده کې د تورنوکسانو د استيناف غوښتنې حق خوندي دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته