اقتصاد

په صنعتي پارکونو کې يوولس زره تنه کارګران زيات شوي دي .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١
په روان کال کې دڅرخي  پله په صنعتي فابريکو کې يوولس زره تنه کارګران زيات شوي دي .
پخوا دوه ديرش  زره تنه کارګران  په دغو فابريکو کې په کار بوخت وو،  خو اوس دغه شمير درې څلويښتو زروتنو ته رسيدلى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دپانګې اچونې دملاتړ د ادارې رييس  وفي الله افتخار نن په کابل کې په يوه خبرې غوندۀ کې وويل ، چې دڅرخى پله په صنعتي پارکونو کې څه د پاسه درې سوه فابريکې فعالې دي چې په  تيرکال کې ٣٢ زره تنه کارګران په دغو فابريکو کې په کار بوخت وو خو سږ کال ددغې  ادارې دپاملرنې او د صنعت په برخه کې دنويو پانګې اچونې له امله څه ناڅه يوولس زره تنه کارګران په دغو فابريکو زيات شوي دي چې اوس دڅرخي پله په صنعتي پارکونو کې دکارګرانو شمير ٤٣ زروتنو ته رسيږي.
دغه راز دافغانستان دصنايعو دټولنې رييس حاجي عبدالجبار صافي په دې خبرې غونډه کې وويل :  موږ دجمهوري رياست او د ولايتي شورګانو له کانديدانو څخه غوښتنه کوو چې خپل ټول پوسترونه او تبليغاتي پانې دې د هيواد په  دننه کې  چاپ کړي ځکه  په دې  برخه کې  دچاپ زيات امکانات شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته