ورزش

افغان ماتې نه منونکي له دوو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
افغان ماتې نه منونکو د دوو مډالونو په ګټلو سره نن له کاناډا څخه هېواد ته راستانه شول .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري باخترآژانس ته وويل: اووه تنه افغان ماتې نه منونکي  چې دماتي نه خوړونکو په سياليو کې دګډون په مقصد کاناډا ته تللي و  دلسو هېوادونو له  جملې څخه  چې پنځه سوه پنځوسو تنو ورزشکارانو پکې ګډون کړي و دافغانستان ټيم د سپينو زرو ديو مډال  او دبرونزو ديو مډال په ګټلو سره هېواد ته راستانه شول.
ويل کيږي چې په دغو سياليو کې محمدعيسى  دسپينو زرو مډال او نصيراحمد دبرونزو مډال ګټلى دى.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته