سیاست

جمهوررئیس غني: بامیانو ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وشي

کابل باخترد لړم دمياشتې١۹نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس او د وسله‏ وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني بامیانو ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېر ماښام د دغه ولایت له نظامي او امنیتي مسوولینو سره وکتل او د بامیانو د عمومي امنیتي وضعیت په اړه یې د هغوی راپور واورېد.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال محمد شریف یفتلي او د بامیانو امنیه قومندان د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، بامیان د هېواد له امنو ولایتونو څخه دی او د ټاکنو پروسه هم په دغه ولایت کې په بریالیتوب ترسره شوه.
یادو ویناوالو زیاته کړه، په بامیانو کې د سړک جوړولو د پروژو کار په چټکۍ سره جریان لري، خو د بامیانو اوسیدونکي د غوربند ــ جلرېز لوېې لارې په اږدو کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
یادو مسوولینو څرګنده کړه، د بامیانو اوسیدونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او د دغه ولایت د سیمه‎‎ ییزې ادارې او پولیسو ترمنځ همکاري او همغږي موجوده ده.
جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه چې بامیانو ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ د بامیانو اوسیدونکي او سوداګر باید په تګ او راتګ کې خوندي وي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، سالنګ به د بیا رغاونې له امله وتړل شي او بدیله لاره به یې دوشي ــ بامیان او پروان ــ بامیان به وي، له همدې امله لویې لارې له ځانګړي امنیت څخه برخمنې دي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته