امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دغبرګولې شپاړلسمه
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ   تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په  دغو وسله والو طالبانو  تيره شپه ددغه ولايت په کامديش ولسوالۍ کې   بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل  وسله وال طالبان په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و چې پرې بريد وشو .
ديوبل خبرله مخې ،  دوسله والو طالبانو  دوسلو اومهماتو يوه ډيپو په نورستان ولايت کې  کشف شوه دغه ډيپونن دبرګ متال په ولسوالۍ کې دځواکونو  دځانګړو عملياتو په بهير کې کشف شوه چې له هغو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې  ترلاسه شوي دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .امنيتي مامورانو نن سهار  د  نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه اووه    ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
   ختم_ عطاالله  اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته