ښوونه او روزنه

په کابل ښار کې د ٥٢ خصوصي ښوونځيو فعاليت وځنډول شو

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
په کابل ښار کې د ٥٢ خصوصي ښوونځيو فعاليت داداري فساد په وړاندې دمبارزې دعالي ادارې دڅارنوالانو اودکابل ښار دپوهنې رياست له لورې وځنډول شو .
  دغه ټکۍ دکابل ښار  دپوهنې رييس ډاکتر سيد منصور دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې څرګند کړ ويې ويل  خصوصي  ښوونځي په دريوبرخو ويشل شوي دي لومړي برخه هغه ښوونځي دي چې دلوست کيفيت يې ډير لوړ او معيارى دى او دهغو کار او خدمتونه  دکابل ښار دپوهنې رياست خوښ دى او دستاينه يې کوي .
  دويمه برخه  هغه ښوونځي دي چې يولړ نيمګړتياوي لري چې دژمي د رخصتيو په وخت کې ورسره دکابل ښار دپوهنې رياست منسوبينو  همکاري کړې اونيمګړتياوي يې اصلاح کړي دي خو بيا هم ځينې داسې ستونزې لرى  چې وخت ورکړ شوى دى چې په دې موده کې وکولى شي چې خپلې  ستونزې له منځه  يوسي خو په دريمه برخه کې  هغه ښوونځي دي  چې دخدمتونواوظرفيتونو په برخو کې ستونزې  لري يعني ظرفيت يې دومره نه دي چې هغوي وکولي شي چې دزده کوونکو په زده کړې کې ښه خدمتونه وړاندې کړي چې هغو ته سپارښتنه شوې ده او وخت ورکړ شوى دى چې په ټاکلي وخت کې هغوى وکولي شي  له هغه نورم او ستندرد سره سم چې دپوهنې وزارت ورته ټاکلي  دى ځان چمتو کړي .
دکابل ښار  دپوهنې رييس څرګنده کړه هغه ښوونځي چې په دويمه او دريمه برخه کې دي دژمنيو رخصتيو په وخت کې  زموږ ټيمونو له اداري فساد سره دمبارزې دعالي ادارې دڅارنوالانو په ملګرتيا هغه ښوونځي وڅيړل  چې خپل ماليات يې نه و ورکړي  اوموږ يې جواز تمديد نه کړ  له دې امله موږ ورته وخت ورکړ چې خپل ماليات تصفيه کړي چې وروسته ورته موږ جواز تمديد کړو
سيد منصور زياته کړه له ارزونې  وروسته مو دڅارنوالانوپه مشوره د ٥٢خصوصي  ښوونځيو فعاليت وځنډاوه چې دخپلو مالياتو له تصفيې وروسته يې ددويم ځل لپاره جواز تمديد شي .
ده وويل ديوه ټکې يادونه بايد وکړم چې دکابل ښار  دپوهنې رياست نه غواړي دزده کوونکو حق له منحه لاړ شي هغوي زيار ايستلى دى درس يې لوستلى دى اوحق يې دى چې ورسره همکارۍ وکړو نو له دې امله ددويمې او  دريمې برخې ښوونځيو ددولسمو ټولګيو فارغان  موږ په کانکور کې شاملوو ځکه زده کوونکي ګناه نه لري  بلکې دښوونځي دادارې ستونزه ده نه دزده کوونکي .
دغه راز دزده کوونکو دلياقت او معذرتي  ازموينه ورڅخه هم  اخستله کيږي او هغوى  په دې ازموينه کې هم ګډون کولاي شي  خو ددغو ښوونځيو ددولسم ټولګي نه دټيټو ز ده کوونکو دپايلو جدول ځنډول  شوى دى خو زده کوونکو ته زيان نه رسيږي .
ځنډيدل په دې مانا چې اداري کارونه مويې ځنډولي دي نه دهغوي دلوست چارې او ديو زده کوونکي د بدلولو دسه پارچې په برخه کې هم کومه ستونزه نشته 
دغه ر از لکه څنګه چې موږ دکابل ښار ددولتي ښوونځيو دلوست ورکولو پروګرام تر څارنې لاندې لرو خصوصي هم زموږ تر څارنې لاندې دي او له دوي سره ټولې سپارښتنې او لارښوونې ترسره کوو
ده څرګنده کړه هغه ښوونکي  چې په خصوصي ښوونځيو کې لوست ورکوي بايد تحصيلي سويه يې لږ ترلږه  تر څوارلسم ټولګي پورې  وي .
موږ په ټولو خصوصي ښوونځيوکې دښوونکو لست ترلاسه کړي چې په هغه لست کې دهغوي تحصيلي سويه ، تحصيلي رشته او نور معلومات وړاندې  شوي دي .
دکابل ښار  دپوهنې رييس  دغه راز څرګنده کړه  خصوصي ښوونځي حق نه لري پرته له دې چې دغه رياست خبر کړي يو ښوونکي وګوماري اويايې له دندې ګوښه کړي که ښوونکې له دغه رازمواردو سره مخامخ شول کولى شي دکابل ښار دپوهنې رياست ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته