سیاست

دعدالت دتامينولو لپاره په کابل کې بې سارى لاريون .

کابل باختر دلړم  شلمه :
په زرګونو تنو هيوادوالو په يوه بې سارى لاريون کې په زابل ولاېت کې  زموږ د ٧ تنو هيوادوالو دشهادت په برخه کې دعدالت دتامينولو غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې  مظاهره کوونکو چې ددغو شهيدانو تابوتونه يې ليږدول دتروريستانو او جګړې پرخلاف شعارونه ورکړل .  او دملي وحدت  له تامينولو سره دملاتړ په ترڅ کې  يې دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې دجنايت په وړاندې  دچوپتيا سياست دې پاى ته ورسوي .
دوى ددې تر څنګ چې زموږ د ٧ تنو هيوادوالو دشهادت عاملين چې دتبسم په نامه يوه کوچنۍ نجلۍ هم پکې شامله ده وغندل او دملي وحدت په حکومت يې دهيو ادوالو دحقوقو  دنه تامينولو او بې پروايۍ تور ولګاوه .
لاريون کوونکي چې خپل حرکت يې دشت برچي  له ساحې څخه پيل کړ، غواړي چې دشهيدانو تابوتونه  دجمهوري رياست  دارګ دروازې ته وليږدوي او دملي وحدت دحکومت  له مشرانو څخه وغواړي  چې عدالت تامين کړي
دلاريون برخه والو دپښتونستان په څلور لارې کې  غونډه وکړه او ددغې پيښې دقربانيانو په برخه کې دعدالت دتامينولو غوښتنه وکړه  .
ديادونې وړ ده چې تروريستو طالبانو دروانې اوونۍ ديکشنبې په ورځ زموږ ٧ تنه هيوادوال چې څلور مياشتې مخکې يې دغزني جاغوريو  له تګلوري   څخه تښتولي وو په دردونکي ډول شهيدان کړل .
جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته