امنیت

محسود دقبيلى کسان په جنوبي وزيرستان کې دتيښتې په حال کې دي .

 

واڼه باختر د ليندي شپاړسمه

  دروان کال دليندي دمياشتې په نهمه نيټه دوزيرو په قبيلى پورې اړوند په يو قوماندان مولوي نذير دځانمرګي بريد په سبب  ددغې قبيلي له ګواښ وروسته چې دى پکې روغ رمټ پاتې شو د محسودقبيلي وګړي دجنوبي وزيرستان له دوو مهمو ښارګوټو واڼه اوشکي څخه ووځي .

 پاکستان دخبري شبکې جيو دخبر له مخې، دوزيرو دقبيلي له خبرداري وروسته دمحسود قبيلي نږدې زر تنه په تيرو دوو ورځو کې له واڼه څخه وتلي دي او ددغې قبيلي اووه سوه کورنۍ لاتراوسه پورې هم په دغه ځاى کې ژوند کوي .

 دغه راز په هغې قومي جرګه کې  چې دمولوي نذير په ګډون جوړه شوى و اعلام وشوهغه کسان چې دپوځي عملياتو په سبب  دوزيرو دقبيلي سيمو ته تللي دي له دغه ځاى څخه دى ووځي او خبرداري يې ورکړ چې دليندي دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې دهغوى دنه وتلو په صورت کې به دهغوى پرخفلاف اقدام  وشي

 دجرګې غړو وويل چې دپاکستاني  طالبانو تحريک دهغوى په سيمو کې کورونه جوړ کړي دي او څيره يې بدله کړې ده چې په عادي خلکو او دسولې دلښکر په غړو بريدونه کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته