سیاست

دملي دفاع وزير: دملي اردو ټولو منسوبينو دانتخاباتو په بهير کې خپله بشپړه بى طرفي ساتلې ده.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دملي دفاع وزير وايي چې دملي اردو منسوبينو د انتخاباتو په بهير کې خپله بشپړه بي طرفي ساتلې ده .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوليک لږلو سره ليکلي دي : دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي دملي اردو له ټولو منسوبينو څخه مننه او قدرداني کوي چې ددغه وزارت له خواپخوا صادرشوي حکم سره سم دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په بهير کې يې خپله بشپړه بيطرفي په جدي او دقيقه توګه ساتلې او رعايت کړې ده لکه څنګه چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني دڅرګندونو له مخې ددغه کميسيون کارکوونکو تراوسه پورې هيڅ داسې مورد نه دى ترلاسه کړى چې دهغه په ترڅ کې دملي اردو منسوبينو دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو په بهير کې دنوماندانو پرخلاف اويا دهغو په ګټه کار کړى وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته