امنیت

په بلخ کې سلګونه کيلوګرامه چرس له منځه يوړل شول

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
پوځيانو نن په بلخ کې سلګونه کيلوګرامه چرس له منځه يوړل.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: د هېواد پوځيانو د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په ماشه کلي کې په عملياتوکې ٥٠٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه او له منځه يې يوړل .
هغه زياته کړه: پوځيانو په عملياتو کې ياد کلى د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړ او يو کس يې د دغو چرسو په اړوند نيولى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته