کابل باختر دثور دويمه
د اپریل د ۱۹ مې څخه تر ۲۱ مې نیټې د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د پولنډ څخه لیدنه وکړه .
په دغه درې ورځني سفر ډاکټر رسول د پولنډ د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره لیدنه وکړه.
په ټولو لیدنو کې دواړو لوریو د افغانستان او پولنډ ترمنځ پراړیکو ، ددوستي پر نږدې او تاریخي پیوند او همکاری ټینګار وکړ.
ډاکټر رسول او دده پولنډي سیال رادوسلاو سیکارسکی د پرمختګ او په نږدي راتلونکي کې ددواړو هیوادونو تر منځ د متقابلو همکاریو د یوه هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر بنسټ د خپل عزم څخه خبرورکړ.
ډاکټر رسول څرګنده کړه: " د افغانستان او پولنډ تر منځ د متقابلو همکاریو هوکړه لیک به زموږ د د هیوادونو تر منځ په سیاسي ،اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د همکاری د پراختیا او چټکتیا د لا ټینګښت سبب وګرځي."
دواړو لوریو د لیږد د بهیر د پرمختګ چې تردې مهاله یی صورت نیولی او د امنیتي مسؤلیتونو د په غاړه اخیستو او دافغانستان څخه ددفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت او تواناییو د ودې په نسبت رضایت څرګند کړ.
همداراز دواړو لوریو د متقابلو ګټورو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او هوکړه وشوه تر څو ددواړو لوریو سوداګریز پلاوي په افغانستان کې د پولنډي کمپنیو د پانګونې د بالقوه ساحاتو د د پلټلو په موخه لیدنې تنظیم کړي.
ډاکټر رسول د افغانستان د امنیت ،ثبات ،پرمختګ او ځوانې دموکراسی څخه د پولنډ د ثابت ملاتړ له امله د افغانستان ددولت او خلکو د مننې او قدردانی مراتب څرګند کړل.
ډاکټر رسول په وارسا کې د ښاغلي سکروسکي سره په یوه ګډه مطبوعاتي ناسته کې وویل :"لطفاً اجازه راکړی چې ددې فرصت څخه په ګټه اخیستو سره د ښه نیت ،ددوستی پیوند او په ځانګړي توګه د افغانستان د پرمختګ او امنیت په برخه کې ستاسو د سربازانو د ملاتړ او قربانیو له امله د افغانستان ددولت او خلکود مننې مراتب څرګند کړم ."