امنیت

د داعش د ډلې شپږ مړي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٠ :
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو په دوام د داعشيانو شپږ مړي او د هغوى يوه اندازه وسلې او وسايط د امنيتي ځواکونو           لاسته ورغلې دي.  
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ملي اردو د ځانګړو قطعاتو ګډچاڼيز عمليات د ننګرهار ولايت د جنوب په ولسواليوکې په تيرو  ٢٤ ساعتوکې د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د لته بند او مامندو کلي تلاشي شوي دي چې د پلټنې په بهيرکې د داعش د تروريستي ډلې شپږ مړي، يو توغندى ويشتوونکى، يوه پيکا، درې کلاشينکوفونه، يو ډاتسون موټر او دوه  سوزکي موټرونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته