کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د وسله والو طالبانو څلور تنه قوماندان له يو شمير افرادو سره يې نن په غزني ولايت کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغزني ولايت د اندړو ولسوالۍ دعمک او تلبه په کليو کې د ملي پوليسو
دځواکونو دمستقلو عملياتو په بهير کې دملابرهاني ، مولوي عادل ،مولوي
علم او دمولوي عابد په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عملياتو چې نن سهار دنهو بجو په شاوخوا د ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو دځواکونو له خوا پيل شوي دي اوس هم دوام لري.
د هيواد امنيتي ځواکونه په ظرفيت او ځواکمنتيا سره دياغيانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي .
ددغې تروريستي ډلې په له منځه وړلو سره چې د اندړو ولسوالۍ او د غزني ولايت په نورو سيمو کې په زياترو نا امنيو کې لاس لري ، د غزني ولايت او په اندړو ولسوالۍ کې امنيت ښه شي.
1 1 دقیقه لوستل