سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس له پلاوي سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ٢مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس د تسلیحاتي خدمتونو د کمېټې د غړي راب ویتمن په مشرۍ له یوه شپږکسیز پلاوي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او سمبالولو او له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو د دوام په باب خبرې وکړې.
د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي د جمهور رئیس غني خردمندانه رهبري او د هغه په مشرۍ د نوي حکومت هڅې وستایلې او د افغانستان له حکومت او خلکو سره یې د امریکا د متحده ایالاتو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
په مقابل کې جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لوړه ملي روحیه لري؛ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په لاره کې د هغه هېواد د مرستو او په افغانستان کې د امریکا د سرتیرو د قربانیو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته