امنیت

شپږ تنه ملکي وګړي ديوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
شپږ تنه ملکي وګړي په پکتيکا ولايت کې ديوه ځانمرګي بريد له امله شهيدان او څه ناڅه نهه تنه نور ټپيان شول.
يرغلګر نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې بم يې په خپل بدن کې تړلى و ځان يې ديحيي خيلو وتورلى دبازار په يوه نانوايي کې وچاوه
دپکتيکا ولايت ديحيي خيلو ولسوالۍدبازارپه يوه نانواي کې وچاوه.
دپکتيکا ولايت ديحيى خيلو ولسوال موسى خان خروټي باختر آژانس ته وويل په دې ځانمرګې بريد کې د دريو تنو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي شهيدان او نهه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل يرغلګر ديحيي خيلو د بازار په يوه نانوايي کې ده ته کمين نيولي و خو مخکې له دې چې دى ساحې ته ورسيږي دځانمرګې يرغلګر په بدن کې تړل شوى بم وچاوديد.
په همدې حال کې دپکتيکا ولايت په يوه روغتون کې ډاکترانو ددغې ځانمرګې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى تراوسه پورې ددغه خونړي بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى خو يو شمير سيمه ييزو مسولينو طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته