کابل باختر د تلې لومړي:
دافغانستان داسلامي جمهوريت ، دهند جمهوريت او دامريکا دمتحده ايالاتو استازو دروان کال دوږي دمياشتې په يو ديرشمه نيټه په نيويارک کې دملګروملتو دسازمان ديواويايمې غونډې تر څنګ له يوبل سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ :دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي ، په افغانستان کې دهند سفير منپريت وهرا او دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد اولسن په افغانستان کې دحالت دښه والي اودگډې علاقې وړ سيمه ييز و مسئلو په باب دخبرو په موخه وکتل .
په سيمه کې دسولې او امنيت دپياوړتيا او دغه راز له تروريزم سره دمبارزې لپاره په علاقې وړ ګډو مشترکاتو په بيا ټينګار سره ټولو لورو په افغانستان کې دسياسي ، اقتصادي او پراختيايي موخو په باب دسيمه ييزو اړخونوپه ګډون دخبرو هرکلى وکړ .
دغې کتنې دامريکا ددولت او دهند ددولت لپاره ددې زمينه برابره کړه چې دافغانستان ددولت له لومړيتوبونو سره دخپلو همکاريو دهمغږۍ او سمون لپاره لارې چارې ولټوي .
ټولو لورو موافقه وکړه چې دغه خبرې دګډو موخو او ارزښتونو له پياوړتيا سره مرسته کوي او تصميم يې ونيوه چې دغوسلامشوروته په منظمه توګه دوام ورکړي .
0 1 دقیقه لوستل