امنیت

دننګرهار ولايت په جنوبي ولايتونو کې ددفاعي او امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
دداعش دډلې  او ددولت دنورو وسله والو مخالفو ځواکونو دبيخي له منځه وړلو په موخه  دننګرهار ولايت د جنوب په ولسواليو کې  ددفاعي او امنيتي ځواکونو  چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
دملي دفاع وزارت باختر آژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي :  په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دهوايي ګوزارونو له امله  د داعش په ډلې پورې اړوند  ٣٦ تنه  دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ  په شونکري کلي کې وژل شوي او دمخالفينو يوه قرارګاه په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده .
دغه راز دننګرهار ولايت د کوټ او هسکې مينې په ولسواليو کې څو کلي  لټول شوي  او تصفيه شوي دي   چې له امله يې  دوه پنځه ډزې ، دوه توغندي ويشتوونکي ،  دوسايطو ضديو ماين او دداعش دډلې  دپنځو تنو غړو مړي  دکوټ ولسوالۍ په  استاندار کلي کې په  عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه عمليات دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس او دوسله وال پوځ د اعلي سرقوماندان  محمداشرف غني په لارښوونه  پيل شوي دي  او په بشپړه توګه  دداعش  دتروريستي ډلې  او ددولت دنورو مخالفو وسله والو ځواکونو دتروريستي ځالو تر دړې وړې کولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته