سیاست

دکابل ښار د ده خدايداد ، کلاى زمان خان او د بي بي مهرو د سيمو يو شمېر مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه
دکابل ښار د ده خدايداد ، کلاى زمان خان او د بي بي مهرو د سيمو يو شمېر مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال  محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبرورکړ: په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازې نظيفې ذکي هم برخه لرله؛ ددغو سيمو  مشرانو او سپين ږيرو دخپلو سيمه ئيزو ستونزو په باب چې ددغو سيمو اوسيدونکي ورسره لاس اوګريوان دي،دجمهوررييس مرستيال ته معلومات ورکړل او ددغوسيمو دخلکو د اړتياودڅيړنې په کار کې يې دافغانستان د دولت په جدي پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
لومړۍ په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازې نظيفې ذکي د ده خدايداد ، کلاى زمان خان او د بي بي مهرو د سيمو او دهغودګاونډيو سيمودخلکو د ستونزو او اړتياو په باب  څرګنده کړه چې د پوهنې، روغتيا ، د څښاک د اوبو ، بې وزلي ، وزګارتيا او د نورو مواردو په برخو کې  ددغو سيمو دخلکو ستونزې دومره زياتې دي چې د دولت  او د اړوندو ارګانونو د ځانګړې پاملرنې ته  اړتيا لري .
دده خدايداد د سيمې دخلکو د استازو دڅرګندونوله مخې: د ده خدايداد ښکتني سړک چې نږدې  سل زره کورنۍ په شاوخواکې يې ژوندکوي؛دپخوا په شان کنډواله دي او دده خدايداد شپيته متره سړک چې کار يې په  ١٣٨٢ کال پيل شوى و، هم نيمګړې پاتې دي او تراوسه پورې هيڅ ارګان ددغو سړکونو د جوړولو په لاره کې  اقدام نه دى کړى او د ده خدايداد د نجونو ليسه چې  پنځوس کلنه سابقه  لري؛ دغه راز ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايې کورونوکې په لوست بوخت دي.
د روغتيايي مرکزونو نشتوالي، د ښوونځيوکمښت په ګڼ ميشتو سيموکې دهوايي پلونو نشتوالي چې د يو شمير لارويانو دسرپه بيه تماميږي؛ د کوڅو پخولو ته نه پاملرنه،  د څښاک د روغتيايي اوبو کمښت ،  د بريښنا د بيې  لوړوالى ، دکلاى زمانخان په پروژه کې د استملاک شويو ځمکو  د بيو لوړوالى په دې سيمه کې نا امني او د بريښنا انرژي کمښت، ددغو سيمو  د خلکو نورې جدي ستونزې طرحه شوې او برخه والو وړانډيز وکړ چې کابل ښاروالۍ دې دهغو ځمکو بيه  چې ددغه ارګان له خوا  د هغوى دملکيت داستملاک  په بدل کې په خلکو  ويشل کيږي  ، د قسط په ډول ترلاسه کړي .
دکتنې برخه والو دغه راز  شکايت درلود چې په ځينو مواردو کې دخلکو کرنيزې ځمکې د اړوندو ارګانونو له خوا استملاک کيږي او وروسته د جګپوړو ودانيو د جوړولو په مقصد نورو کسانو ته  ورکول کيږي .
وروسته  د جمهوري رياست مرستيال محمدکريم خليلي له دې امله د خوښي  دڅرګندولو په ترڅ کې چې ددغوسيمو دخلکو د ستونزو په باب يې معلومات ترلاسه کړل، وويل چې داسلامي او ديني زده کړو له مخې، دچارو مسوولين  دخلکو خادمان دي او د افغانستان دخلکو دستونزو او اړتياو  څيړنه او حل کول  د افغانستان د دولت  اساسي لومړيتوبونه دي .
  دجمهور رييس مرستيال  د ده خدايداد  ، بي بي مهرو او دکلاى زمانخان د سيمو د اساسي لومړيتوبونو او ستونزو دڅيړنې په لاره کې ددغوسيمو مشرانو او سپين ږيرو ته  د اړوندو ادارو له لارې  ډاډ ورکړ او د خلکو د ستونزو دڅيړنې په لاره کې يې دملي شورا په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو د استازې وکيلې نظيفې ذکي  د هڅو او هاند له امله  قدردانۍ وکړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته