کابل باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
په ورزشي فدراسيونونو کې د انتخاباتو په دوام نن په تينس فدراسيون کې انتخابات ترسره شول.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ د انتخاباتو په پيل کې د بدني روزنې او سپورت لوى ريېس په ورزشي فدراسيونونو کې دانتخاباتو دارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل ؛ چې دا يو ملي بهيردى چې ورزشکاران له خپلو رايو څخه په استفادې سره د خپل ورزش راتلوونکى ټاکي.
په دغو انتخاباتو کې ا نجينر عبدالعظيم نيازي د اوو موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د تينس فدراسيون د ريېس په توګه وټاکل شو. پاى ج ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ