امنیت

دوو بېلابېلو چاودنو د دوو تنو ملي پوليسو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې دوه ويشتمه
چارواکي وايي د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ په سړک کې د ښخ کړی شويو ماينونو د چاودنې له امله د دوو تنو ملي پوليسانو په ګډون شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه د شينکۍ ولسوالۍ په باهو کلا سيمه کې په زرنج موټر سايکل  شوې چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د ده په وينا چې په ورته وخت کې دوهمه چاودنه هم د دغې ولسوالۍ د ډف کلا په سيمه کې د ملي پوليسو په رينجر موټر وشوه چې له امله يې يو ملي پوليس ووژل شو او يو بل پوليس ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته