امنیت

د پنځه ويشتو تنو طالبانو وژل کيدل اونيول کيدل

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٣٠ :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان اوپه حقاني شبکې پورې اړوندکسان په افغانستان کې دعملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو عملياتوکې چې تيره شپه او نن سهار په ځينو ولايتونوکې ترسره شول؛ څوارلس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان او د دحقاني دشبکې  د تروريستي بريدونو يو سازمان ورکوونکى  هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
باخترآژانس د ناټو د خبرپاڼې له له خولې خبر راکړ چې په دغوکسانو د قندهار، هلمند ، ارزګان،  فارياب ، غزني او دلوګر د ولايتونو په مربوطاتوکې دافغان او ناټو د ځواکونو له خوا بريدونه وشول او ووژل شول  او ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو او د حقاني دشبکې دجنګي وسايلو درې ډپيوګانې هم ترلاسه شوې دي.
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې دافغان او بهرنيو ځواکونو د سر د احتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته