سیاست

محمدکريم خليلي : په هيواد کې دسولې تامينول بايد نوى فصل دبرياليتوبونو قرباني نه شي .

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي نوي استازي نن له غرمي  وروسته  د جمهوررييس  مرستيال محمد کريم خليلي سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .

دباختر اطلاعاتي اژانس  ته  دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې   په دې کتنه کې دافغانستان په چارو کې   دملګروملتو دسازمان دسرمنشي نوى استازي يان کوبيش دسولې اوثبات  دټينګښت  په لاره کې  مشارکت  اوهمکاري  ، افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو  دبريالي ليږدونې  له بهيرسره  مرسته او دسيمه ييزو همکاريو  جلبول يې په افغانستان کې دخپلو کاري لومړيتوبنو څخه وبلل.

ده څرگنده کړه چې دامنيتي مسووليتونو ليږدول  افغانستان او نړيوالې ټولنې ته مهمه موضوع ده او په دې لاره کې يې دافغانستان  دحکومت اودملګروملتو  دسازمان په متقابلو همکاريو باندې ټينګار وکړ.

دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي  نوى استازي دغه راز څرگنده کړه چې دسولې بهير بايد هر اړخيز اوشفاف اوپه تيره  يوه لسيزه کې دافغانستان دخلکو برياليتوبونو ته په پاملرنې ترسره شي  .

ده دغه راز په دې لاره کې  دنړيوالې ټولنې  په هلوځلو سربيره  دسولې دبهير په اسانه کولو کې يې دسيمه ييزو همکاريو پراختيا مهم  وبلله.

په دې کتنه کې دجمهوري رياست  مرستيال محمد کريم خليلي  ديان کوبيش دنوي مسووليت له امله دمبارکي دويلو په ترڅ کې  هيله وکړه چې ددوي  تجربي  اوهلې ځلې  وکولاي شي  دسولې اوثبات دټينګښت په لاره کې دافغانستان له خلکوسره مرسته وکړي .

د جمهوررييس مرستيال  څرگنده کړه  په هغه صورت کې چې نړيواله ټولنه دافغانستان دامنيتي ارګانونو دظرفيت  دلوړولو په برخه کې له پخوا زياته مرسته وکړي دافغانستان خلک او دولت هوډمن دي  چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال پوري په برياليتوب سره امنيتي مسووليتونه په  غاړه واخلي.

ده دغه راز دي موضوع ته په اشاري سره چې سوله  دافغانستان دخلکو جدي اړتيا ده څرگنده کړه چې په هيواد کې دسولې په تامينول بايد دافغانستان دنوي فصل دبرياليتوبونو دقرباني په بيه ترسره نه شي .

ده دغه راز دطبيعي پيښو له امله  دافغانستان دخلکو بيوزلۍ  پراخې کچې او زيان منلو ته په اشاري سره دافغانستان دخلکوسره  دملګروملتو سازمان دلازياتو مرستو غوښتنه وکړه او دڅه  ناڅه  ٤٣٧ مليونو ډالرو  مرستي ته دافغانستان دسملاسي اړتيا په باب دملګروملتو سازمان دهمکاري دغوښتنې داعلام له امله قدرداني او مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته