کابل، د لړم ۲۹ مه، باختر
د لوګر ولایت د ورزشي آمریت مسؤلین، د یاد ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سفید پوشانو په لوبغالي کې د خزاني جام ترنامه لاندې د لسو غوره ټیمونو ترمنځ د والیبال سیالیو د پیل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي د دغو سیالیو موخه په دې ولایت کې د فوټبال لوبې پراختيا، د لوبغاړو تر منځ يوالی او له نشه يي توکو سره مبارزه وبلله.
د نوموړي په خبره دغه سیالۍ به څلور اوونۍ دوام وکړي، چې په لومړۍ لوبه کې یې د اتفاق محمد اغې لوبډلې د طوفان محمد آغې ټيم ته د صفر په وړاندې په دوو سره ماتې ورکړه.