امنیت

د فيروز کوه خلک د داعش پرضد پاڅون کوي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د فيروز کوه د شمال خلکو له دوو ورځو راپه دې خوا د څو تنو قومي مشرانو په رهبرى په وګړني پاڅون لاس پورې کړى دى .
پاڅون کوونکي وايي چې دغه پاڅون له داعش څخه د غچ اخستنې د هغو عملياتو په ملاتړ پيل شوى دى چې د هېواد د جمهور رييس له فرمان سره سم ترسره شوي و .
خو دوى له دې امله چې سيمه ييزه اداره په دې پاڅون کې له دوى سره همکاري نه کوي؛ سر ټکوي او له سيمه ييزې ادارې څخه غواړي چې په دې برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.
دوى وايي: که چيرې د سيمې د مسوولينو له خوا د دغه پاڅون ملاتړ و نه شي؛ د داعشيانو له خوا د دوى ځورونه زياتيږي او دوى به له سيمې څخه وتلو ته اړ شي.
په همدې حال کې د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي وايي چې د فيروزکوه ښار په شمال کې د داعشيانو په وړاندې پراخو عملياتو ته بشپړ تيارى لرو او دغه عمليات به په هغو سيموکې چې داعشيان پراخ شتون لري؛ پيل شي.
ده زياته کړه چې دغه عمليات د هېواد د جمهور رييس له هغه فرمان سره سم چې د غور ولايت ته د خپل سفر په بهيرکې يې صادر کړى و؛ د خشم فيروزکوه په نامه دي چې د لسګونو تنو امنيتي ځواکونو په ګډون به ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې د خشم فيروز کوه عمليات د هېواد د جمهور رييس دفرمان په ملاتړ او په غورکې د داعشيانو له خوا د ٣٣ تنو ملکي وګړو له وژل کيدو وروسته پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته