امنیت

د روزنې او مشورې ورکولو په برخه د امنيتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ په خاطر د ناتو د ځواکونو ټينګار

کابل باختر دزمري دمياشتې ديرشمه   :
په لويديځ زون کې د آيساف ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو د غوڅ  ملاتړ، ښوونې او روزنې او د مشورې ورکولو په برخوکې هو ډمن دي.
دغه مطلب په لويديځ زون کې د آيساف د مشورې ورکولو نوي تعليمي  قوماندان جنرال بياجيني د ظفر په کمپ کې د ظفر قول اردو له قوماندان سره د يوې کتنې په ترڅ کې بيان کړ.
د ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمدناصر هم په لويديځ  زون کې د آيساف د ځواکونو د دوامدار ملاتړ او همکارۍ له اعلامولو څخه ستاينه وکړه او د دغو همکاريو دوام يې يوه اړتيا وبلله.
په لويديځ زون کې د آيساف د تعليمي او مشورې ورکولو قوماندان وايي: سره له دې چې افغان امنيتي ځواکونه په لويديځ زون کې د پاملرنې وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې او په ښه توګه يې له خپلو لاسته راوړنو دفاع کړې ده، خوپه راتلوونکې کې به هم نړيوالې همکارۍ له ځان سره ولري .
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته