ورزش

د ايران تيباد او تربت جام په وړاندې د هرات دفوتسال دپيش کسوتانو دټيم برياليتوب

هرات کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د هرات د پيش کسوتانو او د تيباد  د فوتسال دټيمونو ترمنځ په دوستانه لوبه کې   د هرات د پيش  کسوتانو د فوټسال ټيم بريالى شو.
د هرات ولايت د پيش کسوتانو او د ايران  د اسلامي جمهوريت د تيباد او تربت جام د ولايتونو د پيش کسوتانو د فوټسال د ټيمونو ترمنځ د شهيد ميرويس صادق په  جمنازيوم کې دوستانه لوبه ترسره شوه.
دواړو ټيمونو په زړه پورې لوبه وکړه، خو دهرات دپيش کسوتانو ټيم د شپږو په وړاندې په نهو سره  سيال ټيم ته ماتې ورکړه .
د هرات ولايت د ورزش د ادارې يوه مسوول د دغو سياليو د ترسره کولو هدف  د افغانستان او ايران ترمنځ د ورزشي اړيکو پراختيا وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته