ټولنه

په سرپل کې ۱۲۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د سرپل په مرکزکې د ښاري برېښنا مزي د غځولو کارپرون بشپړاو په دغه ولایت کې ۱۲۰  کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شوې .
د کلیو د بیا رغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبر ورکړ، چې ياده پروژه د دوه میلونو دوه سوه زرو افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام  د سرپل په مرکز بغاوی سفلای کلي کې پلي شوه.
د دغوپروژوپه بشپړېدوسره ۱۲۰ کورنۍ د سرپل په مرکزکې د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شوې.
ختم – ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته