ټولنه

په غور کې ټولګټې پروژې پلې کېږي .

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
دغور ولايت  په مربوطاتو کې  دڅو ټولګټو پروژو دپلې کولو کار پيل شو .
  دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  په دغو پروژوکې دغور ولايت دتيورې ولسوالۍ  په خم زرد کلي کې دموټرو دتګ راتګ ديوه پله او ديوپلګوټې  جوړول ، دتولک  ولسوالۍ  په مرکز کې  ديوه پلګوټې  ، ددولينه ولسوالۍ دکوه لميده شهيدان په کلي  ددوه سوه پنځوسو  مترو په اوږدوالي  ديوه کرنيز کانال اوددغه ولايت  په مرکز پورې اړوند  په بېلابېلو  کليو کې دنهو نورو پلګوټو جوړول شامل دي چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له غير مشروطې  پرمختيايي  بودجې څخه  دلسو مليونو  شپږ سوه زرو افغانيو  په لګښت بشپړيږي .
   دغور ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست  وياند وويل له دغو پروژو  څخه په ګټې اخستنې سره به دشهرک ، تولک  اوساغر ولسوالۍ  دتيورې ولسوالۍ له مرکز  سره ونښلول  شي او دڅلورو ولسواليو ترمنځ  به ترانسپورتي  اسانتياوې  هم برابرې شي
ويل کېږي چې ددغو پروژو  دپلې کولو کار  به له شپږو مياشتو وروسته  بشپړ او ګټې اخستنې  ته وسپارلې شي .  ختم _ عطاالله _ اکرم   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته