ټولنه

يوه ميرمن د خپل ليور له خوا ووژله شوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
يوه ځوانه ميرمن په بغلان ولايت کې ووژله شوه.
د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ځوانه ميرمن تېره شپه د دغې ولسوالۍ د علم علي په کلي د خپل ليور له خوا د تومانچې په ډزو سره ووژله شوه.
سرحدى زياته کړه: قاتل له ساحې څخه تښتيدلى او د دغې وژنې علت هم تر اوسه پورې روښانه نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته