سیاست

ملاهيبت الله آخندزاده د ملامنصور ځاى ناستى شو

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٥ :
د وسله والو طالبانو د ډلې وياند د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په واسطه  ددغې ډلې دمشر ملامنصور وژل کيدل  تائيد کړل او ملاهيبت الله آخندزاده يې ددغې ډلې دنوي مشر په توګه انتخاب کړ.
دپاکستان دډان ورځپاڼې دخبرله مخې :  سراج الدين حقاني او ملايعقوب ددغې ډلې   دنوي مشر دمرستيالانو په توګه انتخاب شوي دي .
ملاهيبت الله آخندزاده دملامنصور يو مرستيال و  چې ددغې ډلې په يوه غونډه کې دطالبانو دنوي مشر په توګه انتخاب شو.
دطالبانو په ډلې ملامنصور په دې وروستيو وختو کې په داسې حال کې چې په
يوه موټر کې سپور و ، په پاکستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په واسطه بريد وشو  او ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته