کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه
دوه تنه په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د دغه ولايت د استيناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
په هغې علني غونډه کې چې د هرات ولايت د استيناف محکمې د عامه امنيت په ديوان کې د موظف څارنوال، مدافع وکيلانو او د يو شمېر خلکو په شتون جوړه شوې وه؛ د نشه يي توکو د دوو تنو قاچاق وړونکو دوسيې چې د امنيتي او کشفي کارکوونکو له خوا د هرات ولايت په نړيوال هوايي ډګرکې نيول شوي وو؛ تر غور او څيړنې لاندې ونيول شوې چې هر يو تورن د پنځه کاله او شپږ مياشتو تنفيذي حبس په مجازاتو محکوم شول.
په پاى کې د تورنو کسانو د تميزغوښتنې حق د محکمې د نه قناعت په صورت کې، په ټاکلي موده کې محفوظ اعلام شو.
پاى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل