ورزش

دافغانستان ملي ټيم دسريلانکا ټيم ته ماتې ورکړه

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دافغانستان  ملي ټيم داسيا دچلنج کپ په سياليو کې دصفر په مقابل  کې په يوې سره دسريلانکا ټيم ته  ماتې ورکړه.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختراژانس ته وويل  دافغانستان دفوټبال ملي ټيم اود سريلانکا ټيم پرون لوبه وکړه  او زموږ دهيواد په ملي ټيم  څخه بلال  وکولاى شول په پنڅه څلويښتمه  دقيقه کې توپ دسريلانکا  په دروازې ته ورسوي اولوبه دصفر په مقابل کې په يوې سره دافغانستان دفوټبال  دملي ټيم په ګټه پاى ته ورسوي.
د اسيا دچلنج کپ  سيالۍ داسيا دشلو هيوادونو دورزشکارانو په ګډون په لاوس کې پيل شوى دى  چې افغانستان دسي په ګروپ کې دسريلانکا ، لاوس او منګوليا له ټيمونوسره لوبې کوي  او ټاکل شوې ده  دهيواد دملي ټيم سبا دکوربه هيواد له ملي ټيم سره لوبه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته