امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو پنځه مرکزونه له منځه يوړل شول

دجلال آباد ښار باختر دليندۍ دمياشتې٢٨نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو پنځه مرکزونه د پوځيانو په عملياتو کې دړې وړې شول.
دغه مرکزونه د خوږياڼيو ولسوالۍ په مرکي خيلو کلي کې د وسله والوطالبانو اصلي مرکزونه بلل کېدل.
تر اوسه پورې د دغوعملياتو له امله دوسله والو طالبانو د سر د زيان په باب خبرنه دى ترلاسه شوي .
د ننګرهارولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: د وسله والو طالبانو دغه پنځه مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له  منځه وړل شوي دي.
دغه عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له خوا په لاره اچول شوي وو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته