د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د کرکېټ ملي ټیم ته د اسیایي هېوادونو په شل اوریزه سیالیو کې د اتلولۍ له امله مبارکي وویله.
دجمهوري رياست دويندوى مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس حامد کرزي نن مازدیګر د کرکېټ له ملي ټیم سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې هغوی ته وویل چې د افغانستان خلک پر تاسو ویاړي او ددې ستربرياليتوب له امله تاسو ټولو ته مبارکي وایي.
حامد کرزي د هېواد د کرکېټ د ملي ټیم د هڅونې لپاره چې د افغانستان لپاره یې ښي وياړنې راوړي دي وویل چې د افغانستان خلک ستاسو ملاتړ کوي او هیله لري چې په نورو نړیوالو لوبو کې هم دداسې وياړنو خاوندان شى.
د آسیایي هېوادونو د کرکېټ شل اوریزې سیالۍ د روان کال د لیندۍ په ۱۲مه په نیپال هېواد کې پیل شوې چې په دغو سیالیو کې افغانستان وکولای شول د مالدیف، عمان، بوتان او نیپال هېوادونو ته ماتې ورکړي او پایلوبه د چین له هېواد څخه وګټي.