٢٦-کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
١٤ يرغلګر په بلخ کې پر امنيتي پوستو د بريد په بهير کې ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول .
وسله والو طالبانوتېره شپه پر دغو امنيتي پوستو بريدوکړ ويل کېږي چې د يرغلګرو او پوځيانو ترمنځ جګړه ترسهاره دوام وکړ.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو نن د خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې په دې پېښه کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي په دغو طالبانو پر امنيتي پوستو د دوى له يرغل وروسته له ځمکې او هوا څخه برېدونه وشول
وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ