امنیت

په پروان کې پوځيان وستايل شول

چاريکار باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه  :
د پروان ولايت هغه امنيتي منسوبين چې د فندقستان درې په آزادولو او په دغه ځاى کې د امنيت په تامينولوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ نن وستايل شول.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت نن په چاريکاروکې جوړه شوې وه؛   د پروان ولايت د ملي امنيت رئيس د امنيتي او دفاعي منسوبانو سرښندنې او خدمتونه چې د فندقستان د آزادولو په لاره کې يې وړتيا ښودلې وه؛ د قدر وړ  وبلل او په دې اړوند يې څرګنده کړه چې د دغې سيمې په آزادولوکې د ملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت ځواکونو د سر د زيان له زغملو پرته دښمنانو ته  خوله ماتونکى ځواب ورکړ او دښمنان يې له ساحې څخه وشړل. له دې امله د دوى قدرداني کوو.
د پروان والي په دې غونډه کې وويل چې په فندقستان کې د دښمن په ماتې سره   خپلو سيمو او ټاټوبو ته د کابو  لسو زرو کورنيو د ستنيدو زمينه برابره شوې ده او دغه برياليتوب په ګډو هڅو او منظم پلان سره ترلاسه شوى دى.
په دې غونډه کې يوه تن د دغې درې د خلکو په استازيتوب مننه وکړه او               په پاى کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ستاين ليکونه او سوغاتونه              ورکړاى شول.
پاى ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته