کابل باختر د وږي٤مه
د پنجشير په خنچ ولسوالۍ کې د دوو ټولګټو پروژو کار پرون پيل شو.
د پنجشير د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس محمد نعيم دستګير باختراژانس ته وويل، چې د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت له بودجې څخه د نولسوميليونو افغانيو په لګښت د موټرو د پله او د اتلس کيلو متره سړک د جوړولو کار د پنجشير په خنچ ولسوالۍ کې پيل شول.
د دغو دوو پروژو په پرانېستلو کې د پنجشير د والي مرستيال محمد امين صديقي، د کليو د بيارغاوني او پرمختيا وزارت مالي او اداري معين معراج الدين شمس، د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام مسوول محمد نصير تيموري او د دغه ولايت مشرانو ګډون درلود .
ختم_ عطاالله _ اکرم