امنیت

دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ٧٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٣  :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې دملي اردو ځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهېرکې چې  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول  ٧٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت   مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دهېواد دفاعي ځواکونو دغه چاڼيز عمليات  د ډاراچوونکو دځپلو په مقصد دکابل ولايت دخاکجبار ، دننګرهار ولايت دحصارک ، دزابل ولايت  دشينکي ، دپکتيا ولايت دشواک ، دروزګان ولايت ددهراود ، خاص  روزګان  او دچناتور ، دقندهار ولايت دنيش او دسرپل ولايت دکوهستاناتو دولسواليو او ددغه ولايت دمرکز په مربوطاتو ، دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ، دکندز ولايت دخان آباد او چاردرې ، دفارياب ولايت  دغورماچ او قيصار اودهلمندولايت دنوزاد دولسواليو  او دهرات ولايت په مر بوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څلور اوويا تنه ډار اچوونکي  ووژل شول ، پنځه ويشت  تنه ټپيان او څلور تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله ، د درندو وسلو مهمات  او نورپوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دملي اردو ١٤ تنه عسکر دامنيتي دندو  دترسره کولو په بهېرکې په واټ کې  دماين دچاودنې او  ددښمن ددرندو وسلو دډزو له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مقاماتو ددغو عسکرو شهادت تائيد کړ خودپيښو ځايونه يې مشخص نه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته