ټولنه

په کاپيساکې له سيلاوځپلو سره مرسته

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
په کاپيسا ولايت کې په هغو ٧٠ کورنيو چې د وروستيو سيلاوونو له امله زيانمن شوې دي؛ خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرستې د نړيوالو همکاريو د مرکز او دکاپيسا ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د رياست له خوا نن وويشل شوې.
دکاپيسا ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو آمر قسيم ملک زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: دکوهستان دلومړۍ برخې د ولسوالۍ له ٧٢ زيانمنو شويو کورنيو سره چې د وروستيو سيلاوونو له امله زيانمن شوې وې؛ غوړي، اوړه، وريجې، لوبيا او د جامو مرسته وشوه.
خبرځاى زياته کړه: پخواهم له سيلاوځپلو سره د سرې مياشتې د رياست او له پيښو سره د مبارزې رياست له خوا مرسته شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته