کابلباختردچنګاښ دمياشتې١٠ نيټه :
د باميانو ولايت د ملي راډيو ټلويزيون د ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دغه ودانۍ دافغانستان دملي راډيو ټلويزيون د لوى رياست له اختياري بودجې څخه د ١٣ ميليونو ٧٠٠ زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول د دغه ولايت د عيسى خان دښتې په نوي ښارکې جوړيږي چې دخبر ، راډيو او د پروډکشن په ګډون درې ستيډيوګانې، تخنيکي دفتر ونه، ليږدونکي او اداري دفترونه او يو سالون پکې په پام کې نيول شوي دي .
د دغې وددانۍ د جوړولو د کار په پيل کې چې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون لوى رئيس محمدزرين انځور او ملګري هيئت، د دولتي ادارو رئيسانو او خبريالانو ګډون کړى و؛ د باميانو والي محمدطاهر زهير وويل: ملي راډيو ټلويويزيون د افغانستان د ټولو خلکو د ملي يو والي او پيوستون د سمون عامل دى .
د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون لوى رئيس رسنيو ته وويل چې په زياتو ولايتونوکې د ملي راډيو ټلويزيون رياستونه او آمريتونه له ستونز وسره مخامخ دي او تر اوسه پورې په اتلسو ولايتونو کې د راډيو ټلويزيون ودانۍ جوړې شوې دي او په څلورو نورو ولايتونوکې د جوړولو په حال کې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل