فرهنګ

يوشمېر خبريالان په هېواد کې اطلاعاتوته دلاسرسي حالت له اندېښنو ډک بولي .

کابل /دسلواغې ١٥مه / باختر:
دافغانستان يوشمېررسنى  اطلاعاتو ته دلاسرسي دحالت له لاپسې خرابيدو څخه اندېښمن دي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، درسنيو يوشمېر خاوندانو ، خبريالانو او مدني فعالانو نن په کابل ښار کې په راغونډيدو سره داعتراض ليک  په لوستلو سره اطلاعاتو ته دلاسرسي دحالت  له خرابيدو څخه  خپله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل  چې په هېواد کې اطلاعاتوته دلاسرسي په شاتګ تګلورى وهي .
په دې غونډه کې دهغو ديرشو رسنيو استازو او کارکوونکو چې په کابل او ولايتونوکې فعاليت کوي په اعتراضيه ليک کې ويلي دي  چې په دې لاره کې  ددولت  بې توپيري  او غولوونکي چلند به په يو عادي کار بدل شي .
ددغه ليک په يوه برخه کې ويل شوي دي ،  (  سره له دې چې افغانستان په نړى کې  دخبريالانو لپاره  يو ډير مرګانى  هېواد دى ، دافغانستان  رسنى  په سيمه کې  ډيرې ازادې رسني دي . خو وروستى  بې توپيرى او اطلاعاتو ته دلاسرسي په لاره کې  پراته چلنجونه دغه لاسته راوړنه له خطر سره مخامخه کوي)
داپه داسې حال کې دى  چې په هېواد کې اطلاعاتوته دلاسرسي  خپلواک کمېسيون  جوړ شوى دى اواطلاعاتو ته دلاسرسي دحق  دقانون په رڼا کې  کارکوي .
دغه راز  په ټولو دولتي ادارو کې درسنيو او دنورو غوښتونکو په واک کې  داطلاعاتودورکولو لپاره  ځانګړي څانګې جوړې شوي دي .
  ختم_ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته