ټولنه

دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست فرهنګي آمردنه خوړلواعتصاب وکړ

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست فرهنګي آمرسيدصبورمهدي دبګرام له هوايي  ډ ګر څخه د دوه سوه تنو افغان کارګرانو دګوښه ګېدو په اړوند د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړ.
مهدي دبګرام دهوايي  ډګر د دروازې په وړاندې  خيمه درولې او وايي: دغه کارګران له دليل پرته له کارڅخه ګوښه کړاى شوي دي اوترهغه پورې چې مثبت ځواب ترلاسه نه کړي؛ خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:  څه ناڅه دوه سوه تنه ځوان کارګران له هوايي ډګر څخه له کار ګوښه کړاى شوي دي او اعتصاب کوونکي په دې باور دي چې  څوتنه محدود کسان له امريکايي منابعو څخه استفاده کوي.
په همدې حال کې دبګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زمرى ناصري دغه خبرتائيدکړ او ويې ويل  چې دامنيتي ځواکونه ترامنيتي پوښښ لاندې دي.
دباختراژانس خبريال په پرله پسې اړيکو سر ه سره، په دې بريالى نه شو چې په دې اړوند دبګرام دهوايي ډگر دمسوولينو نظر ترلاسه کړي.
دبګرام په هوايي ډګر کې امريکايي ځواکونه ډيره دي او دځينو کارونو دترسره کولو په خاطر يې سيمه ييز کارګران استخدام کړي دي.
دعيني شاهدانو دڅرگندونو له مخې، مهدي له وزګارتيا څخه دځوانانو د ژغور نې په خاطر په دغه شان اقدام لاس پورې کړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته