امنیت

د طالبانو له لوري تښتول شوي کس ۲۵ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٤ مه
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي اول خان چې د یادې ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د قوماندان دریاخان ورور دی د چهار شنبې په ورځ وسله والو طالبانو وتښتوه خو په یوه تکتیکي حرکت سره یې ۲۵ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او ځان یې د دوی له منګولو خلاص کړ.
د سروبي ولسوالۍ د سیمه يېزو پولیسو قوماندان دریاخان باختر اژانس ته وويل چې ، ورور یې د دوی د ځینو خپلوانو په همکارۍ د سروبي ولسوالۍ د زړې کلا په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ونیول شو. د ده په خبره، وسله والو طالبانو غوښتل ورور یې د پکتیکا لپاره د طالبانو تش په نوم والي ته ورولي چې له همدې امله وسله والو په لاره کې د خوشالۍ ډزې کولې.
قوماندان دریاخان زیاتوي، کله چې ګوملې ولسوالۍ ته رسېدلي وسله وال طالبان له موټرو ښکته شوې او په خپلو منځونو کې په مشورو بوخت و چې ورور یې له موقعې څخه په ګټې اخیستنې وسله والو طالبانو ته ددوی په خپله سلاح درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زیاتوي، ورور یې اول خان د وسله والو طالبانو موټر له ځانه سره خپلې سیمې ته راوستی او د دوی له منګولو سلامت را خلاص شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوې او اتلس نور ټپیان شوې خو ويل کېږي چې د وژل شويو شمېر به له دې هم زیات شي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته