کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو وسله وال طالبانو نن سهار د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې دغه وسله وال طالبان د قندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې په خپل پټنځې کې د ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړى شوى دى.
پاى ج ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل